Home » افغانستان » سېګار: امريکا د افغانستان ناسم وضعيت ته پام، له دې هېواد سره مرستې جاري ساتي

سېګار: امريکا د افغانستان ناسم وضعيت ته پام، له دې هېواد سره مرستې جاري ساتي

د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړی مفتش يا سېګار خبر ورکړی، چې امريکا په افغانستان کې ناسم بشري او اقتصادي وضعيت څاري او له همدې کبله به له دې هېواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دې ادارې نن د (وري په ۲۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې بشري ناورين ته په پام سره، ژمن دي چې عامو افغانانو ته اړينې مرستې ورسوي.

سېګار ويلي چې له افغانانو سره به د امريکا مرستې د يوه اوږده راتلونکي لپاره دوام ومومي او په دې توګه به په افغانستان کې بشري ناورين هم کم شي.

دې ادارې د امريکا له لوري د يادو کېدونکو مرستو مؤثريت په موخه پر کلکې څارنې هم ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دا څار بايد د دې لپاره وي څو د امريکا مرستې او بوديجه ضايع نه شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دامهال په افغانستان کې ۲۴ ميليونه خلک په جدي توګه خوراکي مرستو ته اړتيا لري او له ډلې يې ۸ ميليون هغه کسان دي، چې د خوړو خونديتوب نه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...