د افغانستان پر بيا رغونې د امريکا د څار ځانګړي مفتش په خپل تازه راپور کې د افغانستان مخکيني پوځ يوه جنرال له قوله ويلي، چې مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني د کابل له سقوط يوه اوونۍ وړاندې له نظامي کودتا په وېره کې و.
دې ادارې د جنرال سمېع سادات له قوله زياته کړې، وروسته له هغې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليک شوه، نو مخکيني ولسمشر غني و انګېرله چې ګواکې امريکا يې له واک څخه د لرې کولو هڅه کوي.
نوموړي زياته کړې، غني په دې ترڅ کې پر هغو پوځي افسرانو بې باوره شو چې په د امريکا په متحده ايالاتو کې يې پوځي زدهکړې کړې وې.
سېګار د جنرال سادات په حواله ويلي، مخکيني ولسمشر غني فکر کاوه چې امريکا غواړي د دوی په لاس د روزل شوو افغان افسرانو پر مټ پرې کودتا وکړي او له همدې کبله يې په پوځ کې د امريکا له لوري روزل شوي افسران لرې او پر ځای يې نوي افسران وګمارل.
سېګار زياته کړې چې اشرف غني د کابل له سقوط وړاندې يو شمېر پخواني جنرالان هم د پوځ په ليکو کې دننه کړل او په قول اردوګانو کې يې ځای پر ځای کړل.
سېګار د سادات له قوله ويلي، ولسمشر غني د يادو تغيراتو په ترڅ کې د کمونيستي نظام ډېری جنرالان په قول اردوګانو کې ځای پر ځای کړل او فکر کاوه چې د امريکا په لاس د روزل شوو افسرانو په پرتله ورته ډېر وفادار دي.