Home » افغانستان » سېلابونو له امله په ۱۲ ولايتونو کې ۱۲۲ تنه وژلي او ۱۴۷ يې ټپيان کړي
رویداد خبري آژانس

سېلابونو له امله په ۱۲ ولايتونو کې ۱۲۲ تنه وژلي او ۱۴۷ يې ټپيان کړي

په ټوليز ډول تر دې مهاله د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې وروستيو سېلابونو ۱۲۲ تنه وژلي او ۱۴۷ نور يې ټپيان کړي دي.

طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړيکو امر حسيب‌الله شيخاني یوې رسنۍ ته وويل تر دې مهاله د افغانستان په ۱۲ بېلابېلو ولايتونو پروان، کاپیسا، کابل، ميدان وردک، پنجشېر، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان او خوست کې ولايتونو کې ۱۲۲ تنه وژل شوي او ۱۴۷ تنه ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، دغه راز په يادو ولايتونو کې له بارانونو وروسته د راوتلو سېلابونو له کبله ۱۵۰۰ کورونه ويجاړ شوي او ۱۱۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه تخريب شوې ده.

له بل لوري د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې په کابل، کونړ، نورستان، بدخشان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا او ځینو سالنګونو کې د نورو سختو بارانونو او سیلابونو خبر ورکړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...