Home » افغانستان » سیګار: په افغانستان کې اوس هم د تریاکو زېرمې شته

سیګار: په افغانستان کې اوس هم د تریاکو زېرمې شته

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش دفتر په یو راپور کې ویلي، که څه هم چې د ا.ا اوسني بندیزونو د تریاکو په کرلو د پام وړ اغېزه کړې، خو د بزګرانو، ځمکوالو او سوداګرو د تریاکو د شته زېرمو پرضد هېڅ اقدام نه دی شوی.

سیګار ویلي چې د الیس (Alice) انځورونو د ژوند تحلیل او تجزیې ښيي چې په افغانستان کې د پام وړ ذخیره شوي تریاک شته چې او ۱۶۵زره او ۶۷مټریک ټن کېږي.

د (Alcis) په نامه بریټانیوي سازمان دوې میاشتې مخکې د نشه یي توکو په برخه کې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو نقشه د سپوږمکۍ له لارې فلمبرداري کړې او یوه څېړنه یې ترسره کړې ده، د دې سازمان د وړاندوینې پر اساس په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د نشه‌یي توکو کرلو کچه ډېره ټېټه شوې ده.

په ورته وخت کې سیګار (جمعه، د وږي ۲مه) راپور ورکړی،چې په افغانستان کې د تریاکو د زېرمو د له منځه وړلو لپاره یو ځانګړي پروګرام نشتون د تریاکو د بیې لوړېدو او په یاد هېواد کې دې احتکار لامل شوي دي.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د احصایي پربنسټ د تریاکو بیه د بندیزونو سره یوځای دوه برابره شوې ده، د اګست د هرې کیلو ګرام تریاک قيمت ۴۱۷ ډالر څخه د ۲۰۲۳ د ډسمبر په میاشت کې ۸۰۲ ډالر ته پورته شوی و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...