Home » افغانستان » سیمه اییز چارواکي: دایکندي کې طالبانو ۸ تنه ملکیان وژلي

سیمه اییز چارواکي: دایکندي کې طالبانو ۸ تنه ملکیان وژلي

د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې د دایکندي د والي دفتر خبر خپور کړی چې  طالبانو په یوه برید کې ۸ تنه ملکیان او ۱ تن ولسي پاڅون کونکی وژلی دی.

د دایکنډي مرستیال والي محمد علي شهرستاني ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سهار د پاتوې په ولسوالۍ کې د برید پرمهال دا کسان وژلي دي.

د دایکندي مرستیال والي محمد علي شهرستاني دغه پیښه تاییدوي او وايي چې طالبانو دغه برید پاتوې په ولسوالۍ کې کړي چې د یوه پاڅون کوونکي په ګډون ۹ تنه یې وژلي دي.

محمد علي شهرستاني زیاتوي په یاد برید کې دوه تنه ژوبل شوي هم دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...