Home » افغانستان » سکاټ مېلر طالبانو ته: پر نړیوالو ځواکونو برید به تېروتنه وي
رویداد خبري آژانس

سکاټ مېلر طالبانو ته: پر نړیوالو ځواکونو برید به تېروتنه وي

د کندهار ولایت پر هوایي ډګر د وسله والو طالبانو لخوا له ډزو وروسته، په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان یو وار بیا خبرداری ورکړ چې که د دوی پر سرتیرو برید وشي، نو کلک ځواب به ورکړل شي.

جنرال سکاټ مېلر په یوه وېډیويي پیغام کې چې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت پرون شنبه (د غویي ۱۱مه نېټه) پر ټویټر خپور کړ؛ ویلي، پر نړیوالو ځواکونو برید به تېروتنه وي: “موږ پوځي وسایل لرو چې د ائتلاف د قواوو پر ضد هر ډول حملې ته ځواب ووایو او همداراز داسې پوځي امکانات لرو چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ پرې وکړو.”

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کندهار پر هوايي ډګر پرون ماسپښین ډزې وشوې، خو مرګ‌ژوبله او تاوان‌یې پېښ نه‌کړ.

د دې برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د نړیوالو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر پرون د مې په لومړۍ رسماً پیل شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...