Home » افغانستان » سکاټ مېلر د اماراتو له ولیعهد سره پر افغان سولې غږېدلی
رویداد خبري آژانس

سکاټ مېلر د اماراتو له ولیعهد سره پر افغان سولې غږېدلی

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر په متحده عربي اماراتو کې د دې هېواد له ولیعهد سره پر افغان سولې غږېدلی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سوله خبرې شوې دي.

دواړو لورو همدا راز په دې حساسو شرایطو کې پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي. متحده عربي اماراتو امریکایي لوري ته ډاډ ورکړی چې له دوی سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکارۍ ډېرې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...