د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د کوکنارو پرکښت له بندیز وروسته په دغه ولایت کې د غنمو کښت زیات شوی دی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، چې سږکال پر نږدې ۸۷ زره هکټاره آبي ځمکه غنم او ۸ زره هکټاره للمي ځمکه کې غنم کرل شوي او که کال همداسي آباد وي، د سږني کال غنم د کندهار اتیا سلنه ځان اړتيا پوره کوي.