Home » سیمه او نړی » سږ کال لومړيو دریو مياشتو کې خيبر پښتونخوا کې ۱۲۵ پوليس وژل شوي

سږ کال لومړيو دریو مياشتو کې خيبر پښتونخوا کې ۱۲۵ پوليس وژل شوي

د خیبرپښتونخوا پولیس وايي، د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې په دغه ایالت کې ۱۲۵ پولیس وژل شوي دي.

د دوی په وینا، په یاده موده کې پر پولیسو ټول‌ټال ۲۵ بریدونه شوي خو تر ټولو ډېر بریدونه په جنورۍ کې شوي دي.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو په ۱۵ بریدونو کې ۱۱۶ پولیس وژل شوي او ۱۹۹ نور ژوبل شوي دي.

په دغو بریدونو کې تر ټولو خونړی د جنورۍ په ۳۰ مه په پېښور کې د پولیسو پر مرکز برید و چې تر ۸۰ ډیر پولیس په‌کې ووژل شول.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...