Home » سیمه او نړی » سږکال په پاکستان کې د خرو شمېر زيات شوی
رويداد خبري اژانس

سږکال په پاکستان کې د خرو شمېر زيات شوی

په پاکستان کې د يوې ترسره شوې اقتصادي سروې موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې د نورو اهلي ژويو په پرتله له ۲۰۲۰ ميلادي کال څخه په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې د خرو شمېر زيات شوی دی.

د سروې له مخې، سږکال په پاکستان کې د نويو خرو له زږېدو سره د خرو ټول‌ټال شمېر ۵.۶ ميليون ته پورته شوی، حال دا چې دا شمېره په تېر ميلادي کال کې ۵.۵ ميليونه وه.

د سروې له مخې که څه هم په پاکستان کې د مېښو، اوښانو، وزو، مېږو، اسانو او کچرو په شمېر هم زياتوالی راغلی؛ خو د يو لک په اندازه د خرو په شمېر زياتوالی هغه رقم دی چې په تېرو کلونو کې نه دی تر سترګو شوی.

دغه اقتصادي سروې دا هم ښيي چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال پرمهال په پاکستان کې د ټولو اهلي ژويو شمېر ۱.۲۴ ميليونه زيات شوی او له دې سره په نوموړي هېواد کې ټول‌ټال ۲۱.۳۱ ميليونه اهلي ژوي موجودي دي.

پاکستان موده وړاندې له چين سره داسې هوکړه لاسليک کړه چې له مخې يې پاکستان اړ دی څو چين ته د اندازې وړ خره صادر کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...