د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، ددې ولایت د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له کروندو سږکال یو زر او ۲۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه د غنمو اووه بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوي ؤ، چې له دغو کروندو څخه یو زر او ۲۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، چې ۱۲۰ مټریک ټنه یې بنیادي او ۱۰۸۰ مټریک ټنه یې تصدیقي دي تولید شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره ټول یو زر او ۲۰۰ مټریک تصدیق شوي تخمونه په لابراټوار کې تجزیه شوي، په بوجیو کې یې ټګ نمبرونه نصب او سرټفکیټونه ورته ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د یوزر او ۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو له ډلې به ۸۵۰ مټریک ټنه یې ددې ولایت په بزګرانو او ځمکوالو او پاتې نور به یې یوشمېر نورو ولاییتونو ته ولېږدول شي.