سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا استخبارات په دې اړه چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام ټاکلی وو، د نظر اختلاف لري.سپینه ماڼۍ زیاته وي هېڅ شواهد نهشته چې ثابته کړي، روسیې طالبانو ته انعام ټاکلی وي چې په افغانستان کې امریکایي سرتېري په نښه کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کې لایف مک اناني «Kayleigh McEnany» د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د روسیې او طالبانو د همکارۍ په اړه هېڅ ډول معلومات د امریکا له ولسمشر او مرستیال سرهیې نهدي شریک شوي.
هغې زیاته کړه: “استخباراتو ترمنځ د نظر اختلافونه شته. تاسو ته تأییدولی شم چې اوسمهال پر روسیې د تورونو په اړه هېڅ ډول عمومي اجماع نهشته. نهشم کولای د روسیې پر وړاندې د ولسمشر د اقداماتو په اړه څه ووایم.”
دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ په پیل کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو استخباراتي چارواکو په حواله راپور ورکړی وو چې د روسیې د پوځ یوه پټ استخباراتي یونټ د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته د مالي انعام وړاندیز کړی وو.