Home » سیمه او نړی » سپینه ماڼۍ: د اسراییلو شاتګ د جګړې لپاره تیاری دی

سپینه ماڼۍ: د اسراییلو شاتګ د جګړې لپاره تیاری دی

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند، جان کربي ویلي، اټکل کېږي چې د غزې په جنوب کې د اسراییلو شاته تګ د دې لپاره وي چې بیا جګړې ته تیاری ونیسي.

کربي په مرکه کې ویلي: “لکه څنګه چې موږ پوهېږو او د اسراییلو له عمومي بیانیې ښکاري چې دا پرېکړه په رښتیا د جګړې لپاره د دویم ځل تیاریو او د هغه ځواکونو د استراحت لپاره شوې چې ۴ میاشتې په جګړه کې و..”

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې اسراییلو خپل ټول ځواکونه د غزې له جنوب او خان یونس ښار څخه وویستل.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د غزې په نورو برخو کې به د پام وړ ځواکونه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په اړه ویلي: “هغوی ۴میاشتې جګړه وکړه هغه خبره چې باید وکړو دا ده چې دوی ستړي شوي، هغوی دویم ځل تیاریو ته اړ دي.”

بلخوا د حماس القاسم څانګې له “خان یونس” څخه د اسراییلو د شاته تګ او وتلو په اړه غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې ټاکلو موخو ته د اسراییلو د نه رسېدو په توګه ارزولې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...