په داسې حال کې چې د افغانستان بهرنيو چارو وزير امير خان متقي له امريکايي پلاوي سره په دوحه کې له مذاکراتو وروسته د افغانستان کنګل شويو پيسو د بېرته ازادولو هيله کړې، امريکايي چارواکو يې تازه په ځواب ويلي چې په اړه يې فکر نه دی بدل شوی.
د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي پرون سېشنبه ناوخت د (تلې په ۲۰مه) د خبريالانو دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د افغانستان کنګل شويو پيسو په اړه د امريکا دريځ بدل شوی که نه؟ وويل، تر اوسه په دې اړه د امريکا دريځ پخوانی دی او هېڅ بدلون يې نه دی کړی.
نوموړې زياته کړې چې په دې اړه به د امريکا متحده ايالاتو مناسبو شرايطو ته په پام د اطمنان حاصلېدو په صورت کې پرېکړه وکړي.
وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ په ۲۵مه کابل ته په ننوتلو سره په افغانستان کې بشپړ واک ونيو، امريکا د افغانستان بانک ۹.۶ ميليارد ډالرو شتمنۍ ته د يادې ډلې د لاسرسي محدودولو په موخه، ياده اندازه پيسې کنګل کړې.
په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ته پام سره طالبانو او سوداګرو په وار وار د يادو پيسو د ازادولو غوښتنه کړې. په دې تړاو د پاکستان لومړي وزير خان هم څو ځله له امريکا غوښتي چې د افغانستان بانک کنګل شوې پيسې بېرته ازادې کړي څو په خبره يې د افغانستان په سوداګرۍ او اقتصاد کې تحرک رامنځته شي.