Home » افغانستان » سپينه مانۍ: د دوحې تړون ط.البان ډېر ځواکمن کړل

سپينه مانۍ: د دوحې تړون ط.البان ډېر ځواکمن کړل

سپينې ماڼۍ پرون شنبه ناوخته د (غويي په ۳۱مه) په يوه بيان کې پر دې اعتراف کړی چې په دوحې کې د امريکا او ط.البانو ترمنځ شوې هوکړې، ط.البان خورا پياوړي او ځواکمن کړل.

په بيان کې ويل شوي، چې د ولسمشر جوبايډن حکومت ته د سولې په اړه يوه داسې هوکړه ورپاتې وه، چې طالبان يې پياوړي او برعکس د افغانستان په مخکيني حکومت کې يې د امريکا متحدان کمزوري کړي وو.

له دې سره د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګا ويلي، چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړې لاسليک کېدو د امريکا او افغانستان ترمنځ په زياته کچه بي‌باوري رامنځته کړه.

سېګار ويلي، چې په ياده هوکړه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ پټې هوکړې هم موجودې وې.

په دوحې کې د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د سولې هوکړه د ۲۰۲۰ زېږديز کال د فيبرورۍ په ۲۹مه لاسليک شوه او له مخې يې ټول امريکايي او بهرني ځواکونه واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو وروسته، د ۲۰۲۱زېږديز کال د اګسټ په ۳۱مه له افغانستان څخه ووتل.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...