د برېتانيا د کابيني پخوانی وزير او پوځي روري سټيوارټ له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امريکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه ناسمه بللې او زياته کړې يې ده چې دا پرېکړه د افغانستان حکومت له جدي ستونزې سره مخ کولی شي.
نوموړي د بي بي سي له انګليسي ځانګې سره په مرکه کې ويلي، له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امريکا او ناټو ځواکونو وتلو له امله په نړيوال کچه دا اندېښنې په زياتېدو دي چې ښايي وسلهوال طالبان د جګړې له لارې نور پرمختګ هم وکړي.
نوموړي ټينګار کړی چې بهرني ځواکونو بايد د يوه مناسب فرصت د موندلو تر مودې په افغانستان کې پاتې شي. څو افغانستان بيا ځلي د ترهګرۍ پر پټنځي بدل نه شي.
سټيوارټ دې ته په پام د ځواکونو اېستلو په اړه د امريکا د ولسمشر جوبايډن پرېکړه يوه (ناوړه) پرېکړه بللي او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د يو شمېر بهرنيو ځواکونو موجوديت طالبان د سيمو او ولسواليو له نيولو راګرځولی شي.
نوموړي د طالبانو پر وړاندې هوايي بريدونه مؤثر بللی او له همدې کبله يې له افغان ځواکونو سره د امريکا هوايي مرسته حياتي بللې ده.
دې بريتانوي پوځي د افغانستان په بې ثباتۍ کې پاکستان، ايران، منځنۍ اسيا او روسيه شريک بللي او ټينګار يې کړی چې د نړۍ امنيت خونديتوب په موخه بايد د ورته لنډ مهاله عاجولانه پرېکړو پر ځای ژور فکر وشي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغان دولت امريکا ته د ولسمشر غني وروستی سفر له لاسته راوړنو ډګ او بريالی ياد کړی دی.
د دغه سفر په ترڅ کې ولسمشر بايډن ډاډ ورکړی، چې که څه هم له افغانستان څخه به يې ټول سرتېري ووځي خو له دغه هېواد سره به د مالي او نظامي مرستو ترڅنګ ترې د امريکا اقتصادي او سياسي ملاتړ هم دوام وکړي.