د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه له اوږدې چوپتيا وروسته، په دې هېواد کې پر خپلو تېروتنو اعتراف کړی دی.
نوموړي بېګا چهارشنبه د شپې د (زمري په ۲۶مه) خبريالانو ته ويلي، چې د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونه ونه توانېدل چې پر ځان بسيه او يو ولسواک افغانستان تر شا پرېږدي؛ ځکه د سټولټنبرګ په خبره، د دې کار ترسره کول د امريکا او ناټو غړيو هېوادونو يو عمده هدف و.
سټولټنبرګ زياته کړې، چې په افغانستان کې خپل دې هدف ته نه رسېدل نه يوازې د افغانستان لپاره، بلکې د امريکا او ناټو غړو هېوادونو لپاره هم يوه ناکامي او لويه تراژيدي ده.
نوموړی وايي، موخه دا وه چې په افغانستان کې ولسواکي ټينګه او دغه راز دغه هېواد په راتلونکي کې پر خپل ځان بسيه شي، هغه څه چې د سټولټنبرګ په وينا امريکا، ناټو او متحدان يې په کې پاتې راغلل.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلي واکنۍ يو کال پوره شوی او د دې يو کال په ترڅ کې افغانانو پر شديدې لوږې سربېره ګڼې نورې ناخوالې هم تحربه کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له ځينو بهرنيو رسنيو سره په خبرو کې دې ناخوالو ته په اشارې سره ويلي، چې له امنيت پرته نور له هر پلوه افغانان په ناسم حالت کې دي.