Home » افغانستان » سي ای اې پخواني مشر: ښايي امریکا د ځواکونو د اېستلو له پرېکړې په شا شي
رویداد خبري آژانس
یوهد امریکا پخواني نظامي او د سي ای اې پخواني مشر، جنرال ډېوېډ پټریوس

سي ای اې پخواني مشر: ښايي امریکا د ځواکونو د اېستلو له پرېکړې په شا شي

د امریکا یوه پخواني نظامي او د سي ای اې پخواني مشر جنرال ډېوېډ پټریوس په یوه مرکه کې ویلي ددې احتمال شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.

د پټریوس په خبره وسله وال طالبان د حکومت د شریکولو او له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل پلان نه لري له همدې امله ددې احتمال شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړې چې د جګړې د دوام په صورت کې به امریکا د ځواکونو د ایستلو له پرېکړې تېره شي او په افغانستان کې به د جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړي.

نوموړي تمه ښودلې چې د سولې پروسه پایلې ولري او که داسې و نه شي نو امریکا به ډېره ژر پر خپلو پرېکړو پښېمانه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...