Home » افغانستان » سيګار: په افغانستان کې ۲۲.۸ ميليونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

سيګار: په افغانستان کې ۲۲.۸ ميليونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

د افغانستان بيارغورنې په چارو کې د امريکا د څار ادارې يا سېګار په خپل نوي خپاره کړې راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې واک ته د ط.البانو له بيا ځلي رسېدو وروسته په دې هېواد کې بشري وضعيت لاپسې خراب شوی دی.

دې ادارې د امريکا بهرنيو چارو وزارت د بشري مرستو د برخې د مالوماتو په استناد ليکلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۲.۸ ميليون افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

سيګار په افغانستان کې پر بشري وضعيت د اندېښنې ښودلو ترڅنګ دا هم ويلي، دغلته بشري مرستو ته د خلکو اړتيا، د تېر کال په پرتله دوه برابره زياته شوې ده.

په دې وروستيو کې د سېلابونو راوتو او د لزلې له امله زيانمنو شوو لسګونه زره اضافي کسانو مرستو ته اړتيا پيدا کړې. که څه هم د افغانستان بشري وضعيت د کابو کولو په موخه د نړيوالو له لوري مرستې وشوې؛ خو تر اوسه هم په افغانستان کې بشري وضعيت د ناورين په حد کې پاتې دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...