د افغانستان پر بيا رغونه د امريکا ځانګړي څارونکي يا سيګار په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط پرمهال د پيسو د حيف و مل په اړه يې ځينو پوښتنو ته ځوابونه موندلي.
دې ادارې په خپل راپو کې زياته کړې، چې له افغانستان څخه د مخکينيی ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو پرمهال ښايي له يو ميليون کم ډالر لېږدول شوي.
په راپور کې ويل شوي، چې په بېړنۍ توګه له افغانستان څخه د وتلو په موقع د اشرف غني اړوند ځينو کسانو د پيسو د ايستلو هڅه کړې، خو د سيګار په باور ياد کسان نه دي بريالي شوي.
سيګار ويلي، چې د پيسو ايستلو په اړه د پورې شوو تورونو سپيناوي په موخه يې له اشرف غني سره خبرې کول غوښتل؛ خو نوموړي دغه وړانديز نه دی منلی او يوازې د مدافع وکيلې ته يې د لېږل شوو ۵۶ پوښتنو له ډلې د شپږ پوښتنو ځواب ترلاسه کړی دی.
په راپور کې د سيګار د رئيس جان سپکو له قوله ويل شوي، چې له افغانستان څخه د اشرف له وتلو سره ۵ ميليونه ډالر په ارګ پاتې شوي وو او لسګونه ميليون ډالر په نورو دولتي ادارو کې ورک شوي دي.
خو اشرف غني مدافع وکيلې بيا ادعا کړې، چې په ارګ کې پاتې ۵ ميليونه ډالر د اشرف غني شخصي پانګه وه او غوښتل يې چې په دې پيسو په خپل پلرني کلي کې څېړنيز مرکز او کتابتون جوړ کړي.
سيګار په دې راپور کې ويلي، هغه ۴ چورلکې چې اشرف غني او د نوموړي نږدې کسان په کې ازبکستان ته تللي، دې هېواد کې له ښکته کېدو وروسته پلټل شوي او هېڅ نغدې پيسې په کې نه دي موندل شوي.
د راپور له مخې، له يو مليون کم ډالر د اشرف غني او د هغه د ملګرو د سفر لګښت په موخه اخيستل شوي او بيا د يادو کسانو ترمنځ د سفر خرڅ په موخه ويشل شوي دي.
په دې راپور کې دا هم راغلي، چې د ملي امنيت عمومي رياست کلنۍ بوديجه ۲۲۵ ميليون ډالر وه، چې يادې پيسې د اګسټ په ۱۴مه د نوموړي رياست له خرانې ورکې شوي دي.
خو د ملي امنيت رياست يوه مخکيني چارواکي ويلي، چې دغه پيسې ورکې نه بلکې کابل ته د طالبانو له دننه کېدو سره يادې ډلې ته سپارل شوي دي.