د فنلنډ ولسمشر ساولي نينيستو او د سوېډن لومړۍ وزيرې مګدالينا انډرسن اعلان کړی چې په ناټو سازمان کې د غړيتوب په موخه به دې سازمان ته رسما خپلې غوښتنې وسپاري.
د فنلند ولسمشر ساولي نينيستو پرون يکشبنه رسنيو ته ويلي، چې له روسيې سره د فنلنډ د اړيکو دوام مهم دی او خبره يې، دا ځګه چې له ناټو سره د فنلنډ يو ځای کېدل د دې هېواد جغرافيهوي موقعيت نه شي بدلولی.
د نوموړي له دې اعلان څو ورځې وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خبرداری ورکړی و، چې په ناټو سازمان کې د فنلنډ غړيتوب به د دې هېواد لويه تېروتنه وي.
له دې سره د سوېډن لومړۍ وزير مګدالينا انډسن ويلي، چې هېواد يې له روسيې سره هم د سالمو اړيکو غوښتونکی دی؛ خو په خبره يې په ناټو کې د دې هېواد غړيتوب ترلاسه کولو پرېکړه د سوېډن د ګټو پر بنسټ شوې ده.
له دې وړاندې د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن ويلي و، که د فنلنډ او سوېډن د يادو پرېکړو په غبرګون روسيه پر دې هېوادونو بريدو وکړي، نو د دفاع لپاره به يې پوځيان دې هېوادونو ته واستوي.