Home » سیمه او نړی » سوېلي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

سوېلي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان دفاع وزارت خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا ایالت په سوېلي وزیرستان کې له وسله‌ والو سره د نښتې پرمهال څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

یاد وزارت (پنجشنبې، د لړم۱۸مه)په خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه پاکستاني سرتېري د سوېلي وزیرستان په اړوندو سیمو کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې دغه راز پاکستاني پوځیانو ادعا کړې چې د نښتې پرمهال یې پنځه وسله وال هم وژلي دي او اوسمهال یې په سیمه کې د وسله والو له منځه وړلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې وسله والو نښتو زور اخېستې چې تر ډېره په کې پوځیان او پولیس په نښه کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...