Home » سیمه او نړی » سویډن کې په یو ښوونځې کې د وسله وال برید له امله ۱۰ کسان ووژل شول

سویډن کې په یو ښوونځې کې د وسله وال برید له امله ۱۰ کسان ووژل شول

سویډني چارواکي وایي چې پرون ( سه شنبې، د سلواغې ۱۶مه) د سویډن د اوریبرو ښار په ثانوي ښوونځي کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه ۱۰کسان وژل شوي دي.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن، دا په هېواد کې ټولو ناوړه ډله ییزه وژنه بللې. ښاغلي کریسټرسن وویل چې لا هم د برید په اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

هغه زیاته کړه، ” وخت به راشي چې موږ ټول به پوه شو چې څه پېښ شوي، څه ډول پېښ شوي او څه ډول انګیزه یې ښایي تر شا وي.”

پولیسو تر دې دمه د وژل شویو او برید ګر د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، یوازې دومره ویلی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلی شو چې برید ګر دا هر څه په یوازې ځان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یاد هېواد کې دې ته ورته پېښې ترسره شوې دي.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې یو ۱۸ کلن زده کوونکي هم خپل دوه ښوونکي په چاقو ووژل.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...