د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په سویډن کې د قرآن کریم سوځول غندلي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د سویډن له حکومته غوښتي چې په راتلونکي کې دې داسې کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ورته عمل ترسره کړي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې حساسیتونه راوپاروي.
ترکيې په سويډن کې د لاريون په ترڅ کې د قرآن کريم د نسخو پر سوځولو سخته نيوکه کړې او دا يې يو “شرمونکی عمل ” بللی دی.
ترکیې ویلي، د سویډن حکومت لاریون ته د اجازې ورکولو پرېکړه “هیڅ د منلو نه ده”.
په حقیقت کې د ترکیې او سویډن ترمنځ په ډیپلوماتیکه کچه وضعیت لا تاوتریخجن شوی دی.
ترکیې ته د سویډن د دفاع وزیر پاول جانسن خپل سفر لغوه کړی. په داسې حال کې چې ترکيه وايي دغه سفر اوس “خپل ارزښت او مانا له لاسه ورکړې ده.”
د اسلامي همکاریو سازمان یا (او ای سي) عمومي منشي حسین ابراهیم طه هم په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم د سوځولو پېښه غندلې ده.
هغه ویلي، دا ټول د سویډني چارواکو په اجازې شوي دي.
سعودي عربستان، قطر، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د دغې پېښې غندنه کړې .
د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن دغه پېښه غندلې ده.
هغه ویلي، د بيان ازادي د ډيموکراسۍ بنسټيزه برخه ده، خو هغه څه چې قانوني وي، نو حتمي نه ده چې لازم دې هم وي. د ډیری خلکو لپاره، د سپېڅلو کتابونو سوځول سخت سپکاوی دی.
هغه لیکلي، “زه غواړم له ټولو هغو مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړم چې د ستاکهولم د پېښې له امله غمجن شوي دي.”