Home » افغانستان » سویډن کمیټې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندېدو خبر ورکړ

سویډن کمیټې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندېدو خبر ورکړ

د سویډن په نامه مرستندویه کمیټه وایي چې په افغانستان کې یې خپلو ټولو فعالیتونو ته د پای ټکی اېښی دی. 

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ا.ا په غوښته او د سویډن کمیټې د کارکوونکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوې او تېره جمعه د حوت ۲۵مه یې په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه بند شوي دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سرمنشي، اندریاس استفانسون ویلي چې دې کمیټې په افغانستان کې د ا.ا لخوا د دوی پر فعالیتونو له بندیز وروسته دا پرېکړه کړې ده.

هغه زياته کړه چې له جواز پرته کار او فعاليت خطرونه رامنځته کوي.

د سویډن کمیټې له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود، چې د ښځو، ماشومانو او معلولینو په ګډون یې له زیانمنو شویو ډلو سره د پرمختیايي مرستو په برخه کې کار کاوه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...