Home » افغانستان » سویډن د شاوخوا ۷ زره افغان کډوالو د اېستلو لړۍ درولې
رویداد خبري آژانس

سویډن د شاوخوا ۷ زره افغان کډوالو د اېستلو لړۍ درولې

سویډن وایي په افغانستان کې یې د وضعیت د ترینګلتیا له امله د رد شوو کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده.

د سویډن د کډوالۍ ادارې ویلي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري او وروستیو جګړو دې ته اړ کړي چې د رد شوو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

ددغه هېواد د چارواکو په خبره دغه ځنډ به موقتي وي او همدا چې وضعیت ښه شي یاد کډوال به بېرته لېږل کېږي.

د چارواکو په وینا چې دمګړی شاوخوا اووه زره افغان کډوال په سویډن کې د کډوالۍ لپاره نه دي منل شوي او له دغه هېواد به ایستل کېږي.

تر دې وړاندې فنلنډ هم ویلي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې درولې ده، خو آلمان ویلي چې دې پروسې ته به ادامه ورکوي ځکه د افغانستان په لویو ښارونو کې لا هم امنیت شته دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...