په سوډان کې د جګړې دواړو لورو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.
نړیوالو اژانسونو ویلي چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی.
فرانس پرېس اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوې اعلامیې په استناد د دغه اوربند خبر ورکړی دی.
تېره اونۍ هم د جګړې ښکېلو جنرالانو ۲۴ ساعته اوربند منلی و، خو سم لاسي اوربند مات او دواړو لورو یو بل په سرغړونه تورنول.