په سويلي وزيرستان کې ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په واڼه کې د هوان يوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۴ ماشومان ټپيان شوي دي.
سرچينو ويلي چې دا چاودنه د واڼه د کباړ په يوه مارکېټ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د ودود کندهاري په نوم کباړ اخيستونکي غوښتل د هوان اخيستي مرمي ماته کړي.
د سرچينې د مالوماتو له مخې، په چاودنه کې ودود کندهار او يو بل کس وژل دي او ۴ نور ماشومان چې د چاودنې پرمهال په سيمه کې موجود وو، ټپيان شوي دي.
په شمالي او سويلي وزيرستان کې د هدفي وژنو ترڅنګ ډېر کله عام خلک د ناچاودنه توکو د چاودنې له امله هم وژل کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ تل ټينګار کړی چې د پاکستان حکومت دې يادې قبايلي سيمي له ماينونو او ناچاوده توکو پاکې کړي.