Home » سیمه او نړی » سوماليې کې پر هوټل د وسله‌وال بريد له امله لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي

سوماليې کې پر هوټل د وسله‌وال بريد له امله لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي

وسله‌والو د سوماليې په پلازمېنه مګادېشو کې د حيات په نوم هغه مهم هوټل په نښه کړی، چې د دې هېواد د دولت مهم چارواکي ورځي.

امنيتي سرچينو ورېټرز خبري اژانس ته ويلي، چې پر دې هوټل بريد نن شنبه د (زمري په ۲۹مه) سهار وختي شوی. دوی زياته کړې، چې له بريد وړاندې وسله‌وال د پېښې په ځای کې دوه موټر بمونه الوځولي او له همدې وروسته له خپلو وسلو سره پر هوټل ورغلي دي.

د چارواکو په خبره، بريد د سهار تر لمر ختو پورې دوام درلو او په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۱۲ تنه، چې ټول يې ملکي وګړي دي، وژل شوي دي.

د حيات په نوم په مګادېشو کې پر دې مهم هوټل د بريد مسووليت، دغلته د فعالې الشباب ډلې چې له القاعده ډلې سره په اړيکه کړې ده، په غاړه اخيستی.

دا لومړی ځل دی چې په تېره می مياشت کې واک ته د ولسمشر حسن شېخ محمد له رسېدو سره، په مګادېشو کې دا ډول لوی وسله‌وال بريد کېږي.

الشباب له لسو کلونو اراهيسې د سوماليې اوسني حکومت پر وړندې جګړه کوي او غواړي چې د اوسني حکومت په پرځولو سره خپل حکومت اعلان او شرعه جاري کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...