Home » افغانستان » سور صلیب: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ مو مرستندویې چارې پراخې کړې

سور صلیب: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ مو مرستندویې چارې پراخې کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سره میاشتې ټولنې سره په همکارۍ یې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړې، څو د افغانانو لپاره طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه چمتو کړي.

دې کمېټې پرون دوشنبې ویلي چې میلیونه افغانان د اقتصادي ستونزو، لسیزو جګړو او طبیعي ناورینونو له امله روغتیا، خوراکي توکو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راپور کې ویل شوي چې دوی د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ نژدې یو میلیون افغانانو ته، چې ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان وو، په ۴۷ کلینیکونو کې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

همداراز په راپور کې ویل شوي چې څه باندې ۳۱۲ زره ډوزه واکسین یې تطبیق کړي او ۸ زره ۷۸۸ خوارځواکه ماشومانو د دوی د تغذیې له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...