د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې له لسيزو راهيسي د جګړې دوام د دې سبب شوی چې خلک په کافي اندازه پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.
يادې کميټې تازه نن سېشنبه د (وري په ۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د جګړې له امله پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي اغيزمنېدو ترڅنګ، دې چارې په افغانستان کې د اوبو مديريت هم ستونزمن کړی دی.
سره صليب په نړيواله کچه د رامنځته شوو اقليمي بدلونونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ياد بدلون پاکو اوبو ته په افغانستان کې د خلکو لاسرسي مخنيوی نور هم پيچلی کوي او په باور يې، په دې ترڅ کې ښايي ميليونه نور افغانان هم پاکو اوبو ته د لاسرسي له پلوه اغيزمن شي.