د سوریې حکومت د هغه څه له کبله چې دوی “مغرضانه او ګمراه کوونکي رپوټونه” بللي، دغه هېواد کې د بيبيسي فعالیت لغوه کړی دی.
د سوریې اطلاعاتو وزارت ویلي دغه شبکه د “مسلکي معیارونه” په مراعاتولو کې پاتې راغلې.
بيبيسي په دې وروستیو کې داسې یو رپوټ خپور کړی و چې د کاپتاګون په نوم د امفتامین نشهيي په کاروبار کې د بشار الاسد د کورنۍ ښکېلتیا ښيي.
بيبيسي وايي خپل کار د بې طرفۍ اصولو او د مسلکي خپلواکۍ پر بنسټ په مخ وړي.