Home » سیمه او نړی » سوریه کې څلور ترکي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

سوریه کې څلور ترکي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ترکیې حکومت وایي، د سوریې په شمال کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې دفاع وزارت پرون د شنبې په ورځ (د زمري ۲مه نېټه) وویل، پوځیانو ته‌یې هغه مهال مرګ‌ژوبله واوښته چې د هغو پر کاروان برید وشو.

دغه وزارت همداراز ویلي چې له دې پېښې وروسته د ترکیې ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

ویل شوي چې پر ترک پوځیانو د ترکیې د شمال په الباب سیمه کې برید شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...