Home » سیمه او نړی » سوریه کې د زرو کسانو له وژلو وروسته نظامي عملیات پای ته ورسید

سوریه کې د زرو کسانو له وژلو وروسته نظامي عملیات پای ته ورسید

د سوریې د نوي حکومت چارواکو (دوشنبې، د کب ۲۰مه) د مخکني ولسمشر بشارالاسد د پلویانو په خلاف د نظامي عملیاتو د پایته رسولو اعلان وکړ.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د راپور له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د نښتو له پیل وروسته، د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او په هغې پورې تړلو ډلو پوځي عملیات ترسره کړل. د دې راپور له مخې، امنیتي ځواکونو او د سوریې د نوي حکومت ملاتړ کوونکو جنګیالیو د لاذقیه او طرطوس په ساحلي ولایتونو کې د علوي اقلیت څخه ۱۰۶۸ ملکي وګړي اعدام کړي دي.

د بشري حقونو دغې ادارې، چې په سوریه کې د جګړې او تاوتریخوالي څارنه کوي، ویلي چې وروستۍ پېښې د تېر کال په دسمبر کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته ترټولو بد تاوتریخوالی بلل کېږي.

ورته مهال، د سوریې د پوځ ویاند حسن عبدالغني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد چارواکو هغه پوځي تصفیوي عملیات پای ته رسولي چې د لاذقیه او طرطوس په ساحلي ولایتونو کې د “پخواني رژیم د پاتې شونو” د ګواښ پر وړاندې یې پیل کړي وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...