د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ پرون (چهارشنبې، د لړم ۹مه) اعلان کړی چې په سوریه کې یې د هوایي برید له امله لږ تر لږه ۳۵ داعش جنګیالي وژلي دي.
دې قومندانۍ ویلي چې د روانې اوونۍ په جریان کې یې په سوریه کې د داعش جنګیالیو یو شمېر موقعیتونه په نښه کړې دي.
د سنټکام د راپور پر بنسټ، یو له دغو بریدونو هغه و چې د دوشنبې په ماښام د سوریې په مرکز کې د داعش یو شمېر موقعیتونه او لوړ پوړي مشران په نښه کړي وو.
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني ویلي چې په سوریه کې له نویو بریدونو وروسته به په سیمه کې د امریکا او ایتلافیانو د سرتېرو او عامو خلکو په ضد د داعش د پلان جوړونې، تنظیم او بریدونو وړتیا ګډوډه شي.
د متحدو ایالتونو پوځ تر دې مخکې هم د عراقي ځواکونو سره په همکارۍ د داعش اهداف په نښه کړي وو.