Home » سیمه او نړی » سوريې کې امريکايي ځواکونو او ايران پلوه ملېشو پر يوه بل درنې وسلې کارولي

سوريې کې امريکايي ځواکونو او ايران پلوه ملېشو پر يوه بل درنې وسلې کارولي

په سوريې کې وروسته له هغې د ايران له ملاتړ برخمنو ملېشو او د امريکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پر يوه بل درنې وسلې وکارولې چې امريکا په عراق او سوريې کې د يادو ملېشو مرکزونه بمبار کړل.

په سوريې کې د اېتلافي ځواکونو وياند وېن ماروټو ويلي، يادو ملېشو د سوريې په سوېل کې د امريکايي ځواکونو پر هډې متعدد راکېټونو توغولي، خو په خبره يې په بريد کې له مالي زيان پرته امريکايي سرتېرو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

نوموړي دا هم ويلي چې د يادو راکيټې بريدونو په ځوابي غبرګون کې امريکايي ځواکونو هم هغه سيمې په نښه کړې چې راکېټونه ترې توغول شوي وو.

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې هم د ايران له ملاتړ برخمنو ملېشو له لوري پر امريکايي ځواکونو د دغه شوي بريد پخلی کړی او زياته کړې يې ده چې د دغه بريد په پايله کې امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د امريکايي ځواکونو له لوري د تېرې يک‌شنبې په ورځ د (چنګاښ په ۶مه) په عراق او سوريې کې د يادو ملېشو پر مرکزونو له هوايي بريد وروسته، دې مليشو له امريکا د غچ اخيستنې ګواښ او خبرداری ورکړی و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...