سوريې چارواکو له درې ورځني ځنډ وروسته تائيد کړه، چې اسرائيلي ځواکونو د دې هېواد د دمشق پر نړيوال هوايي ډګر راکيټي بريد کړی او په ترڅ کې يې نوموړي هوايي ډګر ته پراخ زيانونه اوښتي دي.
د سوريې عرب نيوز خبري اژانس د نوموړي هېواد د ټرانسپورټ وزارت په حواله خپل راپور کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د دمشق پر نړيوال هوايي ډګر د تېرې جمعې په ورځ څو راکيټونه ويشتي او په ترڅ کې يې د دې هوايي ډګر د نورو تاسيساتو ترڅنګ ځغاستليکه (رن وۍ) هم وېجاړه شوې ده.
دې وزارت زياته کړې، چې د ځغاستليکې د وېجاړېدو له امله دامهال د دمشق هوايي ډګر ته پروازونه نه شي ترسره کېدای او نه هم له نوموړي هوايي ډګر نور ځايونو ته پرواز کېدای شي.
د سوريې ټرانسپورټ وزارت ويلي، چې د هوايي ټرانسپورټ له متخصصانو سره يې خبرې پيل کړي او ژر به د نوموړي هوايي ډګر فعاليت عادي حالت ته را وګرځي.
اسرائيلي ځواکونه وخت ناوخت په سوريې کې دننه پر ځينو هدفونو هوايي او يا هم راکيټي بريدونه کوي؛ خو د سوريې چارواکي بيا د اسرائيلو دا بريدونه پر خپله خاوره تېری بولي.