Home » سپورټ » سوريش راينا:د شخصي ستونزو له امله سږکال IPL کې نشم لوبېدلی
رویداد خبري آژانس

سوريش راينا:د شخصي ستونزو له امله سږکال IPL کې نشم لوبېدلی

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مهم لوبغاړي سرېش راينا د کورنيو او شخصي ستونزو له امله اى پي ايل پرېښود.

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې هم په دې اړه په خپل ټويټر کې ليکلي دي، چې د دوى توپوهونکى سرېش راينا د کورنيو ستونزو له امله له متحده عربي اماراتو څخه هند ته ستون شوى دى.

رویداد خبري آژانس

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې اجراييوي رييس کى اېس وشواناتن وايي، چې هغه به موږ سره د اى پي ايل سياليو کې نه وي، زموږ لوبډله د هغه او د هغه د کورنۍ سره په دې وخت کې همکاره ده.

خو دوى دا نه دي ويلي، چې سرېش راينا کومې داسې ستونزې درلودې، چې څو ورځې مخکې متحده عربي اماراتو ته لاړ، خو ډېر ژر يې ټول اى پي ايل پرېښود او بېرته خپلې کورنۍ ته ستون شو.

سرېش راينا څو ورځې وړاندې، هغه مهال، کله چې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر، چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ دهوني له نړيوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړه، نوموړي هم ورسره خپله استعفا اعلان کړه.

رویداد خبري آژانس

٣٣ کلن سرېش راينا د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره ١٨ ټېسټ، ٢٢٦ نړيوالې يو ورځنۍ او ٧٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي په ټېسټ کې ٧٦٨، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٥٦١٥ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٦٠٥ منډې ترلاسه کړې دي.

په ټېسټ کې د هغه زياتې منډې ١٢٠، نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١١٦ ناسوځېدلې او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠١ منډې دي.

هغه همدا راز ٣١٩ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې ٨٣٩٢ منډې يې پکې ترلاسه کړې دي او ١٢٦ ناسوځېدلې منډې يې بيا زياتې منډې دي.

نوموړي د هند لپاره خپله وروستۍ لوبه په ٢٠١٨ کال کې ترسره کړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...