Home » اقتصادی » سوداګر: پاکستان سره دې د ترانزیټي اموالو د امنیت په تړاو خبرې وشي

سوداګر: پاکستان سره دې د ترانزیټي اموالو د امنیت په تړاو خبرې وشي

په پاکستان کې د افغانستان د صادراتي انځرو د ترانزیټي محمولې د سوځېدو ویډیو له خپرېدو وروسته یو شمېر سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګریزو توکو د ترانزېټ په اړه اندېښنه څرګندوي.

دغه سوداګر له سرپرست حکومت غواړي چې له پاکستاني لوري سره د ترانزېټي محصولاتو د امنیت ساتنې په تړاو خبرې وکړي، څو له دې پلوه د سوداګرو ډاډ ترلاسه شي.

د افغانستان ـ پاکستان ګډې سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د پاکستان په خاوره کې د یو افغان سوداګر د ترانزیټي محمولې، چې هند په لاره وه سوځېدل غندلي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د سوداګرو د تزاېټي توکو امنیت وساتي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...