Home » افغانستان » سوداګر: د زعفراڼو په خرڅلاو کې د پام وړ کموالی راغلی

سوداګر: د زعفراڼو په خرڅلاو کې د پام وړ کموالی راغلی

يو شمېر هغه افغان سوداګر چې بهر ته د افغانستان زعفراڼ صادروي وايي، چې د تېرې مودې په پرتله د افغانستان زعفراڼو په خرڅلاو کې کموالی راغلی دی.

دوی ويلي، چې له يوې خوا په افغانستان کې د زعفراڼو د توليد کچه ټيټه شوې او له بلې خوا هوايي د دهليزونو له بندېدو سره، بهر ته د زعفراڼو صادرات کم شوي دي. د سوداګرو په خبره دا ستونزې د دې سبب شوي چې د زعفراڼو پير او پلور اغيزمن شي.

سوداګرو ويلي، چې په تېر کې د يوه کېلو زعفراڼو بيه له ۱لک تر ۱نيم لک افغانيو وه؛ خو اوس شکايت کوي چې په کورنيو بازارونو کې دا بيې هم را لوېدلي دي.

د افغانستان زعفراڼ له تېرو څو کلونو راهیسې په نړیوال بازار کې لومړی مقام لري، خو د بېلابېلو ستونزو له امله د دې توليداتو خرڅلاو ته زيان رسېدلی دی.

سوداګر له حکومت غوښتنه کوي چې د زعفراڼو د توليد هڅونې ترڅنګ دې، بهر ته د يادو توليداتو په صادرلو کې هم لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...