Home » اقتصادی » سوداګرۍ وزارت: د هوایي دهلیزونو له لارې صادرات ۲۹ سلنه ډېر شوي
رویداد خبري آژانس

سوداګرۍ وزارت: د هوایي دهلیزونو له لارې صادرات ۲۹ سلنه ډېر شوي

سوداګرۍ وزارت وایي چې بهر ته د هوایي دهلیزونو له لارې د افغانستان د صادراتو کچه کې ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د نړۍ هېوادونو یو شمېر احتیاطي تدابیر ونیول چې د افغانستان په ګډون یې د ټولې نړۍ پر سوداګرۍ منفي اغېزه درلوده.

 خو د دوی تازه معلومات ښیي چې په وروستیو کې د هوایي دهلیزونو له لارې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه د تېر کال په څېر ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.

د یاد وزارت په خبره، د هوایي دهلیزونو له لارې هند او اماراتو سره سوداګري عادي حالت ته راغلې او تمه ده په لنډ مهال کې له نورو هېوادونو سره هم دا چاره بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...