روېټرز خبري اژانس په يوه راپور کې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري له روسيې سره د ډيزلو، مايع ګاز او د غنمو واردولو قرارداد له لاسليکولو خبر ورکړی.
روېټرز پرون سېشنبه د (تلې په ۵مه) د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزير نورالدين عزيزي له قوله ويلي، چې دا وزارت له روسيې څخه د مايع ګاز، ډيزلو او غنمو د واردولو په هڅه کې دی.
روېټرز اژانس ويلي، چې واک ته د طالبان له بيا ځلي رسېدو وروسته په يوه کال کې دغه قرارداد د يادې ډلې له لوري لومړنی لوی نړيوال اقتصادي ګام دی چې له روسيې سره يې پورته کوي.
په راپور کې د عزيزي له قوله ويل شوي، چې د ياد قرارداد له مخې به روسيه په کلنۍ توګه يو ۱ ميليون ټن ډيزل، ۵۰۰زره ټنه مايع ګاز او ۲ ميليون ټن غنم افغانستان ته ورکوي.
راپور کې ويل شوي، چې د روسيې لومړي وزير د دفتر رئيس الکسانډر نواک چې د روسيې د نفتو او ګازو د صادرولو مسووليت لري، په دې اړه د روېټرز پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.
په راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې روسيه تر دې مهال د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت نه پېژني؛ خو بيا هم په ځينو برخو کې تعاملات لري. په راپور کې ويل شوي، د لوېديځ ډيلوماټان ټينګار کوي چې طالبان بايد د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې خپل دريځ بدل کړي.
د روېټرز په راپور کې دا هم راغلي، طالبان بايد د نړيوالو له لوري د خپل رسميت پېژندنې په موخه دا ثابته کړي، چې له نورو ترهګرو ډلو سره يې اړيکو پرې کړې دي.