د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند وایي تېره ورځ په تهران کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ په اړه دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده او د ستونزو پر حل پکې خبرې شوې دي.
ایران ژمنه کړې چې له خپلې خاورې به د افغانستان د سوداګریزو توکو په حمل او نقل کې لا ډېرې اسانتیاوې راولي.
د سوداګرۍ وزارت وایي افغانستان خپل ډېر سوداګریز توکي د ایران له لارې ځینو هېوادونو ته صادروي چې ډېر وخت په ایران کې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي خو اوس تازه ایران ژمنه کړې چې په دې برخه کې به پوره اسانتیاوې راولي او هڅه کوي د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.
همدا راز افغان حکومت هم له ایراني لوري سره ژمنه کړې چې په افغان خاوره کې به د ایراني توکو د حمل او نقل په برخه کې پوره اسانتیاوې رامنځ ته کوي.