Home » سیمه او نړی » سودان کې کورنۍ جګړه: خرطوم کې د اروپايي ټولنې پر سفیر برید شوی

سودان کې کورنۍ جګړه: خرطوم کې د اروپايي ټولنې پر سفیر برید شوی

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزیپ بوریل ویلي، په سودان کې د دغې ټولنې سفیر خرطوم کې پخپل کور کې تر برید لاندې راغلی دی.

بوریل د پې‍ښې نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اروپايي ټولنې ویاند ویلي سفیر روغ رمټ دی.

بوریل ټینګار کړی چې په سودان کې د اروپايي‌ ټولنې د استازولۍ، دیپلوماتانو او کارمنانو امنیت د سوداني چارواکو پر غاړه دی.

ایرلنډی ایدان اوهارا له ۲۰۲۰ کال راهیسې په سودان کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه پاتې شوی.

په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو او سوداني پوځ ترمنځ نښتې لا هم روانې دي او نړیوالو ولسي وګړو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې په سوډان کې د نښتو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې دوه سوو ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري آژانس د وژل شویو شمېر ۱۸۵ او د ټپیانو ۱۸۰۰ تنه یاد کړی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...