Home » سیمه او نړی » سوات کې د پولیسو پر مرکز چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

سوات کې د پولیسو پر مرکز چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ښار د پولیسو په یوه مرکز کې د چاودنو له امله لسګو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنې پرون تر ماښام وروسته د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوې دي.

پاکستاني پولیسو ویلي چې د مرکز دننه دوه چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ چپه شوې ده. د پولیسو په وینا  په دې مرکز کې ډیره زیاته وسله او مهمات هم ځای پر ځای شوي وو، خو لا معلومه نه ده، چې همدې مهماتو چاودنه کړې او که دا پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه له یادې ودانۍ ۱۲ جسدونه او ۶۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي او د ټولې پښتونخوا په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...