Home » افغانستان » سهېل شاهين: وضعه شوي بنديزونه خلکو ته په کار کولو کې د طالبانو مخه نه شي نيولی

سهېل شاهين: وضعه شوي بنديزونه خلکو ته په کار کولو کې د طالبانو مخه نه شي نيولی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی استازی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان اوسني وضعه شوي بنديزونه نشي کولی چې خلکو ته د کارکولو په برخه کې د اسلامي امارت مخه ډپ کړي.

نوموړي دا څرګندونې تازه په خپل ټوېټر کې کړي او ويلي يې دي، د کرنې وزارت يو شمېر معينانو ورته د کرنې سکټور د ودې په برخه کې خپل پلانونه واضيح کړي او زياته کړې يې ده چې ياد پلانونه خورا مهم او اړين دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مسوولان د خپل حکومت په رسميت پېژندلو او دغه راز د بشري مرستو د جلب موخه له مودې راهيسې پر هڅو بوخت دي.

په دې هڅو کې يادو چارواکو په وار وار له نړيوالو غوښتي چې پر دوی لګېدلي بنديزونه لغوه او د همکاريو په چوکاټ کې له طالبانو سره تعامل وکړي.

خو نړيوالو تل ټينګار کړی چې په رسميت د طالبانو حکومت پيژندلو او دغه را پر افغانستان د وضعه شويو بنديزو لرې کولو لپاره، د طالبانو عمل څاري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...