په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ لپاره د اسلامي امارت له لوري نومول شوی استازی سهېل شاهين وايي، اسلامي امارت د اړينو پړاوونو په طی کولو سره هغه ټول معيارونه پوره کړي، چې له مخې يې بايد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وکړي.
نوموړي له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، په ملګرو ملتونو کې د استازولۍ په موخه بشپړ حاکميت، ولسي ملاتړ او دغه راز د دفاعي وړتيا درلود د اصل په توګه مطرح دي چې په خبره يې اسلامي امارت دامهال په يادو ټولو برخو کې خپل معيارونه پوره کړي دي.
شاهين زياتوي چې د معيارونو په بشپړولو سره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکي دامهال د اسلامي امارت حق دی او نړيوال دې اجازه ورکړي څو د افغانستان په استازولۍ ياده څوکي اشغال کړي.
د تېر اګسټ په ۱۵مه د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ پر سر لانجه پر ځای پاتې ده.
طالبانو سهېل شاهين په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ ته نومولی خو نوموړي ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې چې د افغانستان په استازولې په ياد سامازمان کې خپله دنده پيل کړي.