وسله والو طالبانو یو ځل بیا ویلي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
په قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر غړي سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني او د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري.
شاهین د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.
هغه د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.
سهیل شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په بېلو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د خپل نفوذ سیمې پراخې کړي.
بلخوا ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څلور ولایتونو کې ۹ لسوالۍ د وسله الو طالبانو لاسته لوېدلې دي.
خو افغان حکومت بیا وایي چې د ولسوالیو سقوط او د سیمو نیول موقتي دي او بېرته یې له طالبانو نیسي.