Home » سیمه او نړی » سنټکام: د حوثیانو اووه بېړۍ ضد توغندي له منځه وړل شوي

سنټکام: د حوثیانو اووه بېړۍ ضد توغندي له منځه وړل شوي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سنټکام اعلان کړی چې د حوثیانو اړوند اووه د کښتۍ ضد کروز توغندي او یو د کښتۍ ضد بالسټیک توغندي له منځه وړل شوي دي.

سنټکام په یوه خبرپانه کې ویلي چې دا توغندي سره سمندرګي ته د توغول کېدو لپاره چمتو شوي وو.

د سنټکام په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا بریدونه پرون چهارشنبه د کب ۲مه شوي چې په ترڅ کې یې د حوثیانو یوه ځانوژونکې بې پیلوټه الوتکه هم د امریکايي ځواکونو له خوا نسکوره شوې ده.

سنټکام دا هم ویلي چې دا ډرون او توغندي په هغو سیمو کې کشف شوي چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دي او په سیمه کې د سوداګریزو کښتیو او د متحده ایالاتو سمندري کښتیو ته د «نزدي ګواښ» په توګه پیژندل شوي.

د ویلو ده چې د حوثیانو له خوا په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه پر غزې د اسراییلو له برید وروسته پیل شوي او د حوثیانو د ادعا له مخې چې دا بریدونه پر غزه د اسراییلو د بریدونو ځواب دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...