Home » افغانستان » سند محکمې په يوه قضيه کې علي وزير له زندان خوشی کړ

سند محکمې په يوه قضيه کې علي وزير له زندان خوشی کړ

د سند محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير په اړه په يوه قضيه کې له زندان څخه د نوموړي د خوشي کولو پرېکړه کړې.

د علي وزير مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ رسنيو ته په دې اړه ويلي، چې علي وزير له خپلو ۱۱ ملګرو سره يو ځای هغه قضيه کې له زندان ازاد شوی، چې په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې د کراچۍ په سهراب کوټ کې پرې ثبت شوې وه.

دې قضيې کې علي وزير تورن شوی و، چې د پاکستان د پوځ او نورو ملکي ادارو خلاف يې په احساساتي څرګندولو سره د خلکو د پارولو هڅه کړې ده.

خو قادرخان اېډوکېټ ويلي، چې محکمې په دې قضيه کې علي وزير ته برئت ورکړی او ويلي يې دي، چې پوليسو په ياده قضيه کې کافي شواهد نه دي وړاندې کړي.

که څه هم محکمې په ياده قضيه کې له زندان څخه د علي وزير د خوشي کېدو حکم کړی؛ خو نوموړی لا هم په کراچۍ زندان کې پرې ميرانشاء کې د يوې ثبت شوې قضيې له امله زنداني دی.

د نوموړي د ضمانت اورېدنه د بنو په محکمه کې روانه دهاو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د اټکل له مخې، ښايي ياده محکمه يې هم ضمانت ومني.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...